در باره اپرا
د افغانستان د پوستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) د هېواد د پوستي خدمتونو د بازار د پالیسۍ جوړوونکې او تنظیموونکې ادارې په توګه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. دا اداره د پوستي سکتور د معیاري تنظیم، څارنې او پراختیا په قانونی او معیاری ډول مسؤلیت لري.
په لومړي ګام کې، دا اداره په ۱۳۸۵ هـ ش کال کې «د افغان پوست کمیشنري» تر نامه لاندې رامنځته شوه، وروسته په ۱۳۸۸ هـ.ش. کال کې د "پوستي مقرراتو د بورډ ریاست" په نوم فعالیت ته دوام ورکړ، او په ۱۳۸۹ هـ ش کال کې یې نوم «د افغانستان د پوستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) ته » بدل شو.
د دې ادارې اساسي موخې د پوستي خدمتونو او بازار تنظیم او نظارت، د خدماتو وړاندې کوونکو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځته کول، د پیریدونکو د حقونو ملاتړ، د خدمتونو د کیفیت لوړول، د پوستي خدمتونو د وړاندې کوونکو د ځنځیر امنیت تأمین، او په هېواد کې د پوستي خدمتونو ډیجیټل کول. اپرا اداره د پالیسۍ، مقرراتو او اړینو طرزالعملونو په ترتیبولو سره هڅه کوي چې په هېواد کې یو منظم، شفاف او د باور وړ پوستي بازار رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۱۹۲۸ میلادي کال کې د نړیوالې پوستي اتحادیې (UPU) غړیتوب او په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د آسیا-پسفیک سیمهییزې اتحادیې (APPU) غړیتوب ترلاسه کړی دی. د پوستي خدمتونو د تنظیم اداره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په استازیتوب په نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې فعاله برخه اخلي او د هېواد ملي او نړیوالې ژمنې تعقیبوي او د تطبیق لپاره یې ژمن دی.
اپرا اداره ژمنه ده چې د نړیوالو تجربو، عصري ټکنالوژیو او کورنیو ظرفیتونو په کارولو سره په افغانستان کې د پایدارې پراختیا، عصري کېدو او پوستي خدمتونو ته د سراسري لاسرسي زمینه برابره کړي.