د پوستي خدمتونو د تنظیم ادارې مهمې دندې
د پوستي خدمتونو د تنظیم اداره د پوستي خدمتونو د تنظیم او نظارت مسؤلیت لري، له جواز پرته د فعالیتونو مخنیوی کوي، د نویو جوازونو په صادرولو او د پوستي شرکتونو له لوري د دفترونو په جوړولو سره د پوستي خدمتونو پراختیا ته وده ورکوي، څو خلک چټکو پوستي خدمتونو ته لاسرسی ومومي. همدارنګه، د سالمې سیالۍ رامنځته کول، د شکایتونو له لارې د پیریدونکو د حقونو ساتنه، د خدمتونو د کیفیت لوړول، د پوستي توکو مصؤنیت تأمین، د پوستي خدمتونو ډیجیټلي کول او د هېواد په کچه د پوستي کود پراختیا او پلي کول هم د دې ادارې له مهمو مسؤلیتونو څخه دي.
اپرا اداره د پالیسۍ، مقرراتو او اړینو طرزالعملونو په جوړولو سره هڅه کوي چې په ټول هېواد کې یو منظم، شفاف او د باور وړ پوستي خدماتي بازار رامنځته کړي.